د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د وږي ۱۱مه نېټه
د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر له خوا د دې شورا د غړو په اړه د ولسمشر غني د فرمان له ردېدو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې شورا د رییس عبدالله عبدالله له دې پرېکړې چې د ملي پخلاینې شورا غړي به له سیاسي مشرانو، مشرانو او له مدني ټولنو سره تر مشورې وروسته وټاکل شوي هرکلی کوي.
ښاغلي کرزي په یوې اعلامیه کې ویلي چې د سولې عالي شورا د غړو ټاکنه به له هراړخیزو مشورو وروسته د سولې بهیر لپاره اغېزناک وي.