د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د وږي ۹مه نېټه
د ملي روغې جوړې عالي شورا د جوړښت په هکله د ولسمشر غني فرمان د ځينو سیاسي څېرو او هغو کسانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی چې نومونه یې د دغې شورا د غړو په نوملړ کې دي.
ځينې سیاستوال دغه ترکیب حتا قومي ګڼي او وايي چې د دغې شورا په مشرتابه کې مېرمنې او ځوانان حضور نه لري.
له دې ډلې پخوانی ولسمشر حامد کزی چې نوم یې د دغې شورا د غړو د نوملړ په سر کې دی، وايي چې په هېڅ حکومتي جوړښت کې به ونډه وا نه خلي.