د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د چنګاښ ۰۳ مه نېټه
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار په خپل کتاب کې د ډانلډ ټرمپ له لوري په افغانستان کې له روسيې سره د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې له نږدېوالي پرده پورته کړې ده.
جان بولټون د خپل کتاب په یوه برخه کې د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلي، هغه ویلي چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او پرېږدئ چې روسیه د داعش ستونزې ته رسېدنه وکړي.