نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د کابل په لوېدیځ کې پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید
د کابل په لویدیځ کې د کوثر دانش پر روزنیز مرکز د یوه ځانمرګي برید له امله ۲۹ کسان وژل شوي او څه باندې ۷۰ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پېښه تېره ورځ مازیګرهغه مهال رامنځته شوه چې، یوه ځانمرګي بریدګر یاد مرکز ته نږدې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
له دې سره سم، د پېښې شاهدان بیا وايي، دغه پېښه د یاد مرکز د زده کوونکو د رخصتېدو پر مهال شوې او ټول وژل او ټپيان شوي کسان زده کوونکي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
پوځي شنوونکی طاهر یرغل
د کابل د ولایتي شورا غړی، عبدالخالق ځاځی وطندوست