نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: قطر کې د سولې مذاکراتو کې په اړه بحث
د قطر په خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوتلې دي.
په داسې حال کې چې افغان حکومت د خبرو اترو د پیلامې یا سریزې کار وروستی نه بولي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ډلې یوه غړي نوي پړاو ته د مذاکراتو د داخلېدو خبره کوي او پر طالبانو غږ کوي چې په دې پړاو کې نرمښت وښيې.
خو د قطر له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي تازه افغان حکومت وسله والو طالبانو ته ویلي چې د ملي پخلاینې عالي شورا تر بشپړېدو پوري د سولې خبرو د کړنلارې پر هوکړې لاسليک نه کوي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د سیاسي چارو شنوونکی، فاروق بشر
د ولسي جرګې پخوانی غړی، جبار شلګری
د زابل پخوانی والي، بسم الله افغان مل