نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د پاکستان د ویزو د وېش مافیا
د طلوع نیوز یو راپور ښیې چې په کابل او ننګرهار کې د پاکستان ویزو د وېش مافیا په یوه ورځ کې له ۸ مېلیونو ډېرې افغانۍ ترلاسه کړې دي.
څه موده وړاندي په ننګرهار کې د ویزو په ډله ییز وېش کې ۱۲ کسان مړه شوي و.
د طلوع نیوز خبریال په دې رپوټ کې د پېښې هغه پټې برخې څېړلي او دا يې مندلې ده چې په ننګرهار کې کوم کسان پر یو وخت د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې عاملین وو.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزې په دې اړه د ننګرهار له والي ضیاالحق امرخېل سره بحث او خبرې کړې دي.