نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: پر افغانستان د پخواني شوري یرغل
د مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل له یو څلوېښتمې کلیزې سره برابره ده.
په دې ورځ کې چې افغان ولس له هغې د تورې ورځې په نامه یادونه کوي؛ د پخواني شوروي شاوخوا سلو زرو ځواکونو پر افغانستان تېری وکړ او د لسو کلونو لپاره په دې هېواد کې پاتې شول.
له افغانستانه د سرو پوځونو له وتو د څه باندې درېیو لسیزو په تېرېدو سره، په دغه هېواد کې اوس هم جګړې روانې دي.
ډېری سیاستوال په هېواد کې دننه د اجماع نشتوالی، د بهرنیانو لاسوهنې او د مشرانو تېروتنې د اوسنیو ناخوالو لاملونه ګڼي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپل مېلمه د پوهنتون استاد موسی فروارد سره بحث او خبرې اترې کړې دي.