نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د نوي حکومت د سیاسي هوکړې پر نه پلي کېدو نیوکې
مارشال عبدالرشید دوستم د نوي حکومت د سیاسي هوکړې پر نه عملي کېدو نیوکه کوي او ټینکار کوي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره، باید دا هوکړه لیک په بشپړه توګه عملي شي.
د مارشال دوستم ویاند وايي د دې سربېره چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړه لیک له لاسلیک نه شاوخوا اووه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د دغه هوکړه لیک د ځینو برخو پرنه پلي کېدو نیوکې شته.
داسې چې مارشال دوستم د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې په دو غونډو کې ګډون نه درلود؛ خو په هغه پيغام کې یې چې پرون د بابر فرهمند له لوري ولوستل شو؛ د سیاسي هوکړې پر نه عملي کېدو نیوکه وکړه.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپل مېلمه د جنبش ملي ګوند مشرتابه غړي احمد شاه یورش سره بحث او خبرې کړې دي.