نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
'نیمه ورځ:' د هېواد د نظام څرنګوالي په اړه اجماع نه ده رامنځته شو
له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د جمهوریت مرکچي پلاوي یوه غړې وايي، لا هم په جمهوریت لوري کې له طالبانو سره تر سولې وروسته د هېواد د نظام د څرنګوالي په اړه اجماع نه ده رامنځته شوې.
فوزیه کوفي هیله منه ده چې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی به په دې اړه له سلا مشورو وروسته د دوحې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.
مېرمن کوفي زیاتوي، طالبانو هم لا تر اوسه د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه دي منلي.
له دې سره سم، د جمهوریت مرکچي پلاوي یو بل غړی محمد امین احمدي بیا وايي، د سولې پر وړاندې اصلي ننګونه دا ده چې دواړه لوري په عدالت سره سولې ته نه دي چمتو.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزې په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
سیاسي شنونکی، ډاکټر فاروق بشر
د سولې ولسي حرکت، مشراقبال خیبر