نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د ژمي سړه هوا افغانستان کې د ۳۰۰زرو ماشومانو ژوند ګواښي
له ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال سازمان موندنې ښيي که چېرې د روان کال په ژمي کې د هېواد زیانمن ماشومان په ژمنیو کالیو سره پټ نه شي؛ نو ناروغان به شي او ځینې به یې لا مړه هم شي.
له ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال سازمان وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه ماشومان د جګړو او نا امنیو له امله بې ځایه شوي او دغه سازمان کولی شي یوازې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې څه باندې سلو زرو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلې مېلمنې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان له ویانده مریم عطایي سره بحث او خبرې کړې دي.