نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د کاپیسا د علماوو شورا پر رییس برید
په کاپیسا کې د دغه ولایت د عالمانو شورا پر موټر په چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي دي.
د کاپيسا د ولایتي شورا مشر وايي، د دغه ولایت د عالمانو شورا مشر میرویس کریمي کابل ته تللی وو او نن له غرمې وروسته د ستنېدو پر مهال په موټر کې یې ځای پر ځای شوی وچاودېد.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د کاپیسا د عالمانو شورا مشر له یوه بل کس سره ټپي شوی دی.
د خپرونې کوربه فواد اکبرزي په دې هکله د دین له عالم صابر صادقي سره بحث او خبرې کړې دي.