نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د سولې مذاکراتو دویم پړاو په هکله بحث
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي یوه غړې وايي، په دوحه کې له طالبانو سره د سولې په دویم پړاو مذاکراتو کې لومړۍ برخه به يې اوربند وي.
فوزیه کوفي زیاتوي، دا ځل به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د لومړي پړاو پرتله په لوړې روحیې سره خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.
له دې سره سم، یو شمېر هېوادوال د سولې له مرکچیانو غواړي چې، ژر تر ژره د تاوتریخوالو پر کمولو سره سلا وکړي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې هکله د مشرانو جرګې له پخوانۍ غړې لیلما احمدي سره بحث او خبرې کړي دي.