نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: پکتیا کې د نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه
په پکتیا کې ځینې نجونې وایي، په دغه ولایت کې وروستیو نا امنیو د دوی د زده کړو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.
د دغه ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د نجونو د ښوونځیو ځینې مسوولین هم سږ کال د بد امنیتي وضعیت له امله په ژمنیو کورسونو کې د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د نه ګډون خبره کوي.
د پکتیا ځايي مسوولین هم دا مني چې، نا امنۍ د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ دي؛ خو زیاتوي چې، ټولنیز ناسم دودونه هم هغه څه دي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې یې ستونزې جوړې کړې دي.
کوربه نعمت روان په دې هکله د پکتیا له والي حلیم فدایي سره بحث او خبرې کړې دي.