نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د سولې مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره د بحثونو پراختیا
د افغانستان د سولې مرکچیان تر یوې راتلونکې ورځې پورې د مذاکراتو د اجنډا په اړه بحثونه پراخوي.
د سولې په مرکچیانو کې سرچینې وايي، د دواړو لورو استازو په دې څو وروستیو ورځو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.
له دې سره سم، د ولسمشر لومړي مرستیال له بي بي سي سره په مرکه کې طالبانو ته د امریکا امتیاز ورکړه یوه لویه تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د تاوتریخوالو د پراخېدو ګواښ لا پسې غوښن کړي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د سولې ولسي حرکت مشر، اقبال خېبر
د افغانستان د سولې انسټیټیوټ مرستیال او سیاسي شنونکی، بشیر هاتف
د سولې چارو شنونکی، طاهرخان