نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: اتمر: روسیه د امارتي نظام له راستنېدو ملاتړ نه کوي
د هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیه په افغانستان کې د امارت نظام له بېرته راستنېدو ملاتړ نه کوي او په هېواد کې د تل پاتې سولې غوښتونکې ده.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر مسکو ته په خپل سفر کې ټينګار کړی چې، پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کېدل چې روسیه هم له هغې ملاتړ کوي، د یادې ډلې له لوري د تاوتریخوالي له کمولو سربېره د نورو ژمنو عملي کېدو پورې تړلي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، صاحب نظر سنګین
د افغانستان د سولې جبهې مشر، زمان ګل دهاتي
سیاسي شنونکی ـ روسیه، شیر حسن