نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د سولې بهیر کې د ښځو ونډه
د سولې او ډیموکراسۍ د انډول موسسه، د سولې په پروسه کې ښځو ته د فعالې ونډې پر ورکړې ټینګار کوي.
دغه بنسټ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په اړه اندېښمن دی او له نړیوالې ټولنې او افغان حکومته غواړي، چې د سولې په پروسه کې دې د مېرمنو ونډه له پامه نه غورځوي.
ورته مهال د هېواد د ۱۵ ولایتونو د ښځو شبکو استازې وایي چې جګړه او تاوتریخوالی دې پایته ورسېږي، او د ښځو لاسته راوړنې دې هم د سولې په پروسه کې وساتل شي.
په دې خپرونه کې کوربه نعمت روان پر همدې موضوع د سولې او ډموکراسۍ برابرۍ بنسټ له مرستیالې، فروزان رسولي سره خبرې کړې دي.