Skip to main content
وروستي خبرونه
نیمه ورځ

نیمه ورځ: په برېښنایي تذکرو کې د مور نوم

د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي چې د افغانستان د قوانینو کمېټې د نفوذ د احوالو ثبت قانون له تعدیل سره، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکلو طرحه تایید کړه.

د سرور دانش د دفتر رسنیز مرستیال محمد هدایت وايي چې د افغانستان د قوانینو کمېټې له دیني عالمانو سره تر سلامشورې وروسته دا طرحه تایید کړه چې د هغه پربنسټ د تابعیت په تذکره کې د پلار د نامه ترڅنګ د مور نوم ته هم ځای ورکړل شي.

د ښاغلي هدایت په وینا، د ملي شورا د رخصتۍ له امله، د کابینې له خوا د دغې طرحې له تایید وروسته د ولسمشر د فرمان پربنسټ عملي کېږي:«د قوانینو له کمېټې بیاځلې کابینې ته ځي. له دې وروسته چې کابینې تصویب کړه پارلمان ته ځي، دا چې ملي شورا رخصت ده شونې ده چې د ولسمشر فرمان توشیح شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم معاونیت وايي، دغه تعدیلات د ښځو د غوښتنې له مخې رامنځته شوې دي.

د خپرونې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه د ښځو د حقونو فعاله فروزان داوودزی سره بحث او خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews