په نړۍ کې تر ټولو چټک او ځواکمن کمپیوټر چې «سامېټ» نومول شوی، په امریکا یې مخکتنه وشوه.
د دغه کمپیوټر، د محاسبې سرعت، د نړۍ د اوسني تر ټولو ګړندي کمپیوټر دوه برابره دی.
سامېټ په یوې ثانیه کې کابو د ۲۰۰ زره تریلیارده حساب ورکړې یا ۲۰۰ پټافلاپس ځواک لري. په داسې حال کې «سانوي ټایهو لایټ» چې چین جوړ کړی تراوسه په نړۍ کې تر ټولو چټک کمپيوټر دی، چې په ثانیه کې ۹۳ پټافلاپ ځواک لري.
دا کمپیوټر چې د دوه شرکتونو «انویډیا او اي بي ام» په همکارۍ جوړ شوی، په ټنسي کې د اوک ریج په ملي ازموینځای کې ساتل کېږي.
سامېټ ۴ زره او ۶۰۸ سرور او ۱۰ زره ټرابایټ حافظه لري.
امریکا او چین د نړۍ تر ټولو ځواکمنو او چټکو کمپیوترونو په جوړښت کې سره ډېره نېږدې سیالي لري.