د فاریاب ولایت ولایتي شورا رئیس وايي چې دولتي ځواکونو او د نظامالدین قیصاري ساتونکو ترمنځ نښتې پیل شوې دي او تر اوسه د قیصاري درې ساتونکي وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
محمد طاهر رحماني وايي چې پېښه تېره شپه هغه مهال شوې ده چې دولتي ځواکونه د قیصاري ساتونکو د بېوسلې کولو په موخه میمنې ښار ته تللي وو.
دی زیاتوي چې کمانډو ځواکونو بیګاه ماښام د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی او د قیصار امنیه قومندان نظام الدین قیصاري نیولی دی او کابل ته لېږدول شوی دی.
په همدې حال کې د فاریاب ولایتي شورا پخوانی رئیس، محمد سمیع خیرخواه وايي، قیصاري پرون مازیګر ناوخته د شاهین ۲۰۹ نمبر قول اردو لومړۍ لوا امنیتي ناستې ته بلل شوی و خو هلته له رسېدو سره سم نیول شوی دی.
دی وړاندې وايي د قیصاري د نیولو پر مهال د امنیتي ځواکونو او قیصاري د کسانو ترمنځ نښته هم شوې چې په ترڅ کې یې د نظام الدین قیصاري څلور سرتېري مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، پخپله نظام الدین قیصاري په هلیکوپټر کې کابل ته لېږدول شوی دی.
محمد سمیع خیرخوا د قیصاري نیونه له قانونه پورته کار ګڼلی او د ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو یوې سرچینې هم دا خبر تایید کړی خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.