د یوه رپوټ پر بنسټ، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یوه پېغله نجلۍ له خپل پلار سره د غلا په تور په یوې صحرايي محکمه کې د دغې ولسوالۍ د توغي کلي د پراختیايي شورا د رییس لهخوا وهل شوې ده.
په ورته وخت کې، د سرپل د ولایتي شورا غړی، اسدالله خرم له طلوعنیوز سره په تېلیفوني اړیکه کې وايي د هغه کس کور چې غلا شوی وو یوه فال لیدونکي ته ورځي او فال لیدونکی هم دغه کس تورنوي او د توغي کلي د پراختیايي شورا رییس د فال لیدونکي د ویناوو پر بنسټ دغه کس د هغه د پېغلې لور سره د خلکو د سترګو په وړاندې په بېرحمانه توګه وهي او ټکوي.
ښاغلی خرم وايي چې دغه کس اوس د پولیسو له لوري نیول شوی دی، خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.