په غازي امانالله خان مشهور شاه امانالله خان د امیر حبیبالله خان دریم زوی او د امیر عبدالرحمان خان لمسی او د امیر دوست محمد خان کړوسی د بارکزي له نسل څخه وو.
هغه د ۱۸۹۲ کال د جون په لومړۍ نېټه د کابل په پغمان کې وزېږېد.
شاه امانالله خان د امیر حبیبالله خان یوازینی زوی وو چې په حربي ښوونځي کې وروزل شو او له پوځ سرهیې نږدې اړیکې درلودې.
هغه د ۱۹۱۸ زېږدیز کال په فبرورۍ کې د خپل پلار حبیبالله خان له وژل کېدو څخه وروسته د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۸ نېټه واک ته ورسېد.
په ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې هغه د ختیځ هند د سرحدي کمپنۍ له ځواکونو سره جګړه وکړه. دغې جګړې چې د خپلواکۍ جګړې او د افغان-انګلیس په دریمې جګړې شهرت درلود د راولپنډۍ له تړون سره پای ته ورسېد او د هغه پر بنسټ برېتانیا افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده.
د شاه امانالله خان سلطنت په ۱۹۲۰ زېږدیز کال کې له شوروي او وروسته له اېټالیا، ترکیې او ایران سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ.
وروسته له هغې شاه امانالله په ۱۹۲۱ زېږدیز کال کې د شوروي له دولت سره تړون وتړه او د هرات د کشک، قندهار او کابل د ټلګرافي کرښې امتیاز یې روسیې ته ورکړ.
امانالله خان په ۱۹۲۶ کال کې مشروطه سلطنت اعلان کړ او ځان یې شاه اعلان کړ.
هغه د ۱۹۲۷ کال د دسمبر په ۱۰ نېټه آسیايي، اروپايي او آفریقايي هېوادونو ته شپږ میاشتېنی سفر پیل کړ او په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کې د ایران له لارې افغانستان ته راستون شو او په اصلاحي کړنو یې لاس پورې کړ.
د لویې جرګې په لاره اچونه او د لومړني اساسي قانون تصویب، د غلام ساتنې لهمنځه تلل، د مشروطه شاهي نظام ټینګول، د قوا بېلتون (تفکیک)، زدهکړې ته اړېستنه، په مالي نظام کې د اصلاح راوړل، د جبري کار منعه کېدل، د زدهکړې په موخه د هېواد بهر ته د یو شمېر زدهکړیالانو استول، په کابل کې د لومړني کتابتون بنسټ اېښودل، د ورځپاڼې لیکنې د پام وړ زیاتوالی او دې ته ورته موضوعګانې د دغه پېر له اړینو بدلونونو څخه بلل کېږي او په ټولهییزه توګه د شاه امانالله خان له پېر څخه په هېواد کې د یوه ځلاند پېر په توګه یادونه کېږي.
په داسې حال کې چې د هغه اصلاحي کړنې له سخت دریځیو سره مل وې او د خلکو له روحیې سرهیې سمون نهدرلود، د هغه د سلطنت په وړاندې یې د بلواګرۍ زمینه برابره کړه او حبیبالله کلکاني پر هغه بلوا وکړه او هغهیې لیرې کېدو ته اړ کړ او ایټالیا ته ولاړ.
له شاه امانالله خان څخه د روښانه فکر لرونکي او پرمختګ غوښتونکي شاه په توګه یادونه کېږي او افغانستان د هغه په پېر کې د سترو اصلاحاتو او بدلونونو شاهد وو. بالاخره هغه د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۲۵ نېټه د سوئیس په زوریخ کې ومړ. د هغه جنازه جلال آباد ته راولېږدول شوه او د خپل پلار د قبر څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.
د شاه په اړه د رپوټ د لیدو لپاره، لاندې ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه