اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله زیانمنو سره د خپلو بشري مرستو له زیاتوالي خبر ورکړ.
په کابل کې د اورپايي ټولنې د نمایندهګۍ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي کمېسیون افغانستان ته ۲۰ مېلیونه یورو بیړنۍ مرستې ځانګړې کړې دي ترڅو له وچکالۍ ځپوونکو سره مرسته کې ترې کار واخیستل شي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې له دغو مرستو سره په افغانستان کې د روان کال په لړ کې په ټولیزه توګه د اروپايي ټولنې بشرپاله مرستې ۴۷ مېلیونو یورو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو سازما شمېرې ښيي چې سږکال د افغانستان څه باندې س۲۰ ولایتونو له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ، ملګرو ملتونو سازمان، په افغانستان کې اړمنو ته د بشرپاله مرستو د کموالي په اړه ګواښ کړی وه.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله چارو همغږی کوونکی توبي لنزر اړمنو او جګړه ځپلو ته د مرستې د جلب لپاره نیویارک ته تللی وه، ویلي وو په افغانستان کې اړمنو ته د بشرپاله مرستو کمووالی، په دغه هېواد کې څو کلنۍ لاسته راوړنې د لهمنځه وړلو له ګواښ سره مخ کوي.