د داعش ډلې د ننګرهار په درې ولسوالیو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق مخنیوی کړی دی.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د مني په کمپاین کې د ننګرهار په درې ولسوالیو کې د داعش د حضور له امله کابو ۴۶ زره ماشومان له دغه واکسین څخه پاتې دي.
د عامې روغتیا وزارت تېره اوونۍ درې ورځې د مني موسوم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې اعلان کړ.
خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د دغه ریاست کارکوونکي د داعش ډلې د شتون له امله نه دې توانېدلي چې د دغه ولایت په اچین، هسکه مېنې او کوټ کې دغه واکسین تطبیق کړي.
د دغه ریاست چارواکي وایې چې د دغو ولسوالیو کابو۴۶ زره تر ۵ کالو کم عمره ماشومان له واکسین څخه پاتي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامهوال په دې اړه څرګنده کړه: "په خواشینۍ سره چې کابو ۴۶ زره تر ۵ کالو کم عمره ماشومان په هغوی ولسوالیو کې چې په هغو کې د داعش ډله فعالیت لري د ګوزڼ واکسین څخه بې برخې پاتې دي او دا په داسې حال کې ده چې موږ په دغو ولسوالیو کې د ګوزڼ څلور ناروغان لرو".
ښاغلي کامهوال زیاته کړه: "په هغو ولسوالیو کې چې داعش حضور لري؛روغتیايي مرکزونه هم تړل شوې دي او د دغو ولسوالیو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي".
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت دیني عالمان او د مدني ټولنې غړي دا کار د ماشومانو په حق کې ظلم ګڼي او د جګړو له لوریو غواړي چې د ماشومانو په حق کې ظلم ونهکړي.
د دین عالم مولوی عباس په دې اړه وویل: "د جنګیالیو دا کار د ماشومانو په وړاندې څرګند ظلم دی او موږ له ښکېلو ډلو غواړو چې له روغتیايي کارکوونکو سره همکاري وکړي".
په ننګرهار کې د دین عالمان له ښکېلو لوریو غواړي چې نه یوازې له مرستندویه کارکوونکو ته زیان ونه رسوي بلکې له هغوی سره مرسته وکړي.
په دې اړه مو اندونه