د خلکوپه کورونو کې د طالبانو پټېدل؛د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمختګ له پڅوالي سره مخ کړی دی.
امنیتي ځواکونو دمګړۍ په دغې ولسوالۍ کور په کور پلټنې پیل کړې دي.
دغو عملیاتو مشري د ولسمشر د لومړي مرسیتال جنرال عبدالرشید دوستم له خوا کېږي.
هغه طالبان چې د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي؛کورونو ته اور ورته کوي او د خلکو شته او نهشته توکي پوپناه کوي.
جنرال دوستم د دغو عملیاتو په اړه داسې وايي: "طالبان په دغې سیمه کې د تور سرو او ماشومانو تر شا پټېږي او جګړه کوي او د جګړې ستونزه هم همدا ده.ترڅو سرتېري دښمن او دوست څرګند کړي، دا ډېره ستونزمنه ده".
په دغې جګړه افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر طالبان هم نیولي دي چې د هغوی ځینې یې له نورو هېوادونو څخه د جنګېدو لپاره راغلي دي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه