په فراه کې د ټاکنو ساحوي کمیسیون وايي د نا امنۍ له امله د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې کمو خلکو رایې ورکړې دي.
د دې کمیسیون مشر منیر پارسا وايي داسې ولسوالۍ هم شته چې یوازې یو تن پکې رایه ور کړې او څو نورو کې دوو او څلورو تنو رايې ورکړې دي.
هغه وویل، د امنیتي ګواښونو له امله د خلکو ګډون ډېر کمرنګه و، چې: «په قلعهکا ولسوالۍ کې څلورو تنو، پشترود کې هم څلورو تنو او بکوا کې یو تن رایه کارولې او شیبکوه ولسوالۍ کې هم دوو تنو رايې ورکړې دي، په داسې حال کې چې د سهار له اوو د ماښام تر شپږو بجو ټاکنیز مرکزونه پرانیستي و.»
سره له دې چې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي خلکو د نا امنۍ له امله په ټاکنو کې برخه کمه اخیستې ده، خو د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي دوی تر خپله وسه د ټاکنیز بهیر امنیت نیولی و.
د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايي دوی د پولیسو تر څنګ د ریزرف ځواکونه هم د ټاکنیز بهیر د خوندیتوب لپاره ګمارلي و، هغه وویل: «موږ هڅه کوله چې بې له کومې پېښې ټاکنې تېرې شي.»
د سیاسی چارو شنونکو محمد رفیق شهیر وايي په فراه کې ټاکنې له سختو ګواښونو سره مخ وي، چې یوازې په فراه ښار کې خلکو رايې وکارولې او په وینا يې هغه هم په دې اندازه نه وي چې د ټاتکنو د عمومي کېدو اصل دې مراعت کړل شي.
هغه طلوعنیوز ته وویل: «متاسفانه د فراه ولایت د وسلهوالو مخالفینو له سختو ګواښونو سره مخ دی، خلک په ولسوالیو کې ونه توانېدل چې په سم ډول رايې ورکړې، چې د ټاکنو عمومي کېدل تر سوال لاندې راوستي، یوازې په فراه ښار کې خلکو رايې ورکړې چې هغه هم فکر نه کوم چې د عمومي کېدو اصل دې يې مراعت شوی وي.»
په فراه کې د ټاکنیز بهیر مسؤلین وايي چې دلته شاوخوا یو میلیون او دوه سوه زره تنه پر شرایطو برابر کسان شته، خو تر ۲۴زره کمو کسانو رايې کارولې دي.
څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون چارواکو دا هم وویل چې فراه ولایت کې د ټاکنو ډک شوي اوه صندوقونه د چورلکې په نسکورېدو کې له منځه تللي دي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په (۲۹-۲۸) ترسره شوې، چې ټاکل شوې لومړنۍ پایلې به يې د لېندۍ میاشتې په درېیمه اعلام شي.