د کندز د شپو ارامه فضا د پوځي چورلکو له غږ سره له منځه ځي چې هره شپه د شپهنیزو عملیاتو لپاره په الوتنه کوي.
د ۸۰۸ سپين زر زون مسوولین وايي له څو شپو راهیسې په کندز کې د طالبانو د ځپلو لپاره شپهنیز عملیات پیل شوي دي، دوی وايي تراوسه په لسګونه طالبان او د دوی څو زغرګاډي په دغو عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي.
د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان لوی پاسوال شیر غزیز کامهوال په دې اړه وویل: "له بده مرغه شپهنیز عملیات درول شوي وو او دښمنانو ډاډ درلود چې د شپې څوک هغوی پسې نه راځي،خو اوس له نېکه مرغه په کندز کې شپهنيز عملیات پیل شوي دي او تراوسه د دغو عملیاتو په پایله کې په کندز کې طالبانو ته درانه ګوزارونه ورکړل شوي دي له دې وړاندې روحیه داسې وه چې په تمه اوسئ چې دښمنان تاسو پسې راشي خو اوس نه موږ باید د دښمنانو پسې ورشو".
د کندز ولایت سرپرست هم د شپهنیزو عملیاتو پر اهمیت ټینګار کوي.
د کندز ولایت سرپرست حمدالله دانشي په دې اړه څرګنده کړه: "د شپهنیزو عملیاتو اهمیت په دې کې دی چې دولتي ځواکونو ته لږ زیان رسېږي او دښمن ته ډېر.پوځيان په شپهنیزو عملیاتو کې کولای شي له لږ لګښت سره ستر عملیات ترسره کړي".
له بلخوا د کندز ولایت اوسېدونکي چې تراوسه هم د جګړې غږونه اوري له حکومت څخه غواړي په کندز کې طالبان له منځه یوسي.
د کندز اوسېدونکي زمري په دې اړه وویل: " شپهنیز عملیات ډېر ښه دي او دولت باید طالبان چې تراوسه هم د کندز ښار په نږدې سیمو کې دي لیرې او ښار ته بېرته امنیت راولي".
د کند بل اوسېدونکي عبدالحق زیاته کړه: "موږ له دولت څخه غواړو چې کندز ولایت ته امنیت بېرته ستون کړي ځکه چې تراوسه هم د کندز وضعیت ښه نه دی او طالبان په هرې څنډه کې فعالیت لري".
که څه هم په ځلونو حکومتي چارواکو له طالبانو څخه د کندز د پاکولو خبره کړې خو تراوسه هم طالبان د کندز په ځینو برخو کې فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه