Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر؛ د سولې ټینګښت د سیمې ګډ مسوولیت دی

په تېرو لسو ورځو کې دا دویم ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته راځي چې دا سفرونه تر ډېره د افغانستان په جګړې او سولې پورې تړاو لري او افغان حکومت ظاهراً د پاکستان د تګلارې بدلون ته هیله‎من ښکاري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه وویل:«پاکستان ژمنه وکړه چې د سولې راوستو په برخه کې به تر خپلې وسې هڅه وکړي او با امنه افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره هم وکتل، ولسمشر په دغه ناسته کې د سولې په بهیر کې د افغان حکومت پر مالکیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته له راتلو مخکې له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د خپل سفر د هدف په اړه وايي: « موخه دا ده چې د دوستو او د سیمې د هېوادونو باور ترلاسه کړو او د امن او ثبات پیغامونه پراخ کړو، خو دا کار هغه مهال شونی دی چې ټول قدرتونه د سولې لپاره یو ځای کار وکړي، ځکه دا یو ګډ مسوولیت دی.»

په دې کتنه کې له پاکستانه د افغان حکومت یوه غوښتنه دا ده چې اسلام اباد پرطالبانو فشار راوړي ترڅو د دې ډلې استازي په هغه ناسته کې چې ټاکل شوې په جنورۍ میاشت کې په جدې ښار کې ترسره شي د افغان حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه څرګنده کړه:«له پاکستانه غواړم چې د سولې د پروسې پر ګډوډونکو فشار راوړي ترڅو له ګډوډۍ لاس په سر شي او طالبان د افغان حکومت له پلاوي سره خبرو اترو ته وهڅوي.»

ټاکل شوې د طالبانو، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او امریکا استاري په جده ښار کې د دوهم ځل لپاره سره سلامشورې وکړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي په دې ناسته کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو حاضرول د ټولو هڅو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ