Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مخابراتو وزارت طالبانو ته د مخابراتي شرکتونو د باج د ورکړې پخلی وکړ

د مخباراتو او مالوماټي ټکنالوژۍ وزارت د دې پخلی کوي چې ځينې مخابراتي شرکتونه د کلونو لپاره په ناامنیو سیمو کې طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو ته باج ورکړی دی.

دغه وزارت تينګار وکړ چې دغه باج ورکونې بهیر د درېیو میاشتو راهیسې پای ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تازه‎ګۍ سره داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې طالبانو د ځينو مخابراتي شرکتونو څخه غوښتي دي ترڅو دغه شرکتونه په هغې اندازې چې حکومت ته مالیه ورکوي،دغې ډلې ته هم ثابته مالیه ورکړي.

ویل کېږي چې د دغو رپوټونو پر بنسټ د مخابراتي شرکتونو او طالبانو د دغې پېښې په موضوع په هلمند او دوبۍ کې لیده کاته هم کړي دي.

سناټور هاشم الکوزي په دې اړه څرګنده کړه:"د مخابراتي شرکتونو او د نورو سوداګریزو شرکتونو مالیه اوس طالبان غونډوي.هغوی وايي چې کله چې موږ په یوې سیمه کې حضور ولرو،نو باید طالبان په خپله مالیه واخلي او په دې اړه باید له طالبانو سره خبرې وشي".

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند سلیم صمیم په دې اړه څرګنده کړه: "په سیمه‎ییزه کچه په ولایتونو کې د طالبانو او د مخالفو وسله‎والو ترمنځ یو نه لیکل شوې هوکړه شتون لري او د طالبانو له دغه کار څخه حتا ډېریو وسله‎والو یا سیمه‎ييزو زورواکو هم زده کړي وو،په مخابراتي شرکتونو یې یو ډول فشار راوړه او هغوی*(مخابراتي شرکتونو) په مقابل کې دغو ډولو ته یو ډول باج او امتیاز ورکاوه".

د افغانستان په ډېریو برخو کې ناامنۍ د مخابراتي شرکتونو په وړاندې یو له سترو ننګونو څخه بلل کېږي.دا د دې لامل کېږي چې مخابراتي شرکتونه خپلې ډېرې پیسې د خپلو کارونکو او تأسیساتو د خوندیتوب لپاره په لیرو سیمو کې ورکوي.هغه څه چې کولای شي د هغوی پر خدمتونو بده اغېزه هم ولري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه زیاته کړه: "دا غوښتنې باید د شرکتونو له خوا ترسره شي.او موږ بشپړ ځواک لرو چې موږ د عامه ساتنې ځواکونه دي.دوی تجربه لرونکي امنیتي ساتونکي دي او کولای شي چې د بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې اقتصادي او سوداګریزې پروژې دي خپل مسؤولیت ترسره کړي".

بل پلو شنونکي ګواښ کوي چې طالبان د داشان مسایلو لکه له مخابراتي شرکتونو څخه د مالیې په اخیستو سره کوښښ کوي ترڅو د یوې جنګي قالب څخه بهر او له حکومت سره په موازي توګه عمل وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش په دې اړه وویل: "د افغانستان د نظام په وړاندې ډېر قوي زنګ دی.په دې مانا چې غواړي کرا کرا موازي حکومت جوړ کړي، فکر کوم چې دا د افغانستان د نظام لپاره د خطر ستر زنګ بلل کېږي".

اوس‎‎مهال په افغانستان کې ۴ خصوصي او ۲ دولتي مخابراتي شرکتونو فعالیت لري.داسې انګېرل کېږي چې په وروستیو کلونو کې د دولت مخالفو وسله‎والو له دغو شرکتونو څخه په باج اخیستو سره ښه عواید لرلي دي.اوس چې مخالفو جنګیالیو ته د دغو شرکتونو د ۱۰ سلنې مالیې د ورکړې بحث رامنځته شوی دی. ډېری اندېښمن دي چې له دغو پیسو څخه په هېواد کې د مخالفانو په لاسمبالتیا او د تاوتریخوالي په پراختیا کې به استفاده شي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د مخباراتو او مالوماټي ټکنالوژۍ وزارت د دې پخلی کوي چې ځينې مخابراتي شرکتونه د کلونو لپاره په ناام

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه