د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي پوځ قومندان، جنرال جوزف وټل خبرداری ورکوي چې کهله سوریې امریکايي سرتېري ووځي، نو یاد هېواد به بیا د داعش له ګواښ سره مخامخ شي.
نوموړي تېره ورځ(سېشنبې د سلواغې ۱۶مه نېټه) رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی اوس مهال په سوریه کې د له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه خپل یو شمېر سرتېري ساتلي دي.
دا امریکايي جنرال د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارو کو ته خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه ووځي، نو سوریې ته به بیا د داعش ګواښ پيښ شي.
جنرال وټل سنا ته په خبرو کې وویلي:«باید چې پر دې ډلې(داعش) فشارونه زیات وساتو. که دا کار ونکړو نو دوی به بیا راپورته شي.»
دی زیاتوي چې د داعش تر ولکې لاندې سیمه کمه شې ده او هغه ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي، کولی شي چې دا سیمې په خپله ولکه کې وساتي.
له سوریې د امریکايي ځواکونو د ویستو په موخه د ډونالډ ټرمپ پرېکړې یو شمېر امريکايي چارواکي حیران کړل چې له کبله یې د داعش ضد نړیوال ائتلاف کې د امریکا ځانګړي استازي برت مک ګورک او د امریکا د دفاع وزیر، جیمز متیس د استعفاء لامل شو.
یو شمېر امریکايي چارواکي ګواښ کوي چې د داعش غړي د سوریې شمال او لویدیځ سیمو ته تښتېدلي دي.