د افغان حکومت په نشتون کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پنځم پړاو غونډې له جوړېدو سره هممهاله، د سولې عالي شورا رییس وايي چې دا خبرې اترې هغه وخت پایله لرلای شي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) د وحدت اسلامي ګوند بنسټ اېښودونکي، میرحسین صادقي پرواني د تلین په مراسمو کې د کابل په لوېدیځ کې د وینا پر مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو اترو په اړه هیله څرګنده کړه.
ښاغلي خلیلي زیاته کړه هېڅکله به طالباني نظام په افغانستان کې واکمن نهشي:«افغانستان هېڅکله تېر تورتم ته چې موږ تېر کړی نه ستنېږي. سوله د طالبانو امارت ته د ستنېدو په مانا نه وي.»
له دې سره جوخت ولسمشرۍ ماڼۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر، ښاغلی غني په دې تورن وي چې واک کې د پاتې کېدو لپاره د سولې په وړاندې خنډ رامنځته کوي.
ښاغلي اتمر له رویټرز سره په مرکه کې ویلي:«په لومړي سر کې موږ له ولسمشر غني غواړو چې د مۍ په ۲۱ استعفا وکړي؛ ځکه چې کاري پېر یې پای ته رسېږي. دویم دا کهچېرې طالبان ورته غوښتنه ولري، هغوی باید څرګنده کړي چې د سولې بهیر ته ژمن دي او هغوی اوربند ته هم هوکړه کړې. دا به د سولې ژمنتیا لپاره یو ښه کار وي.»
بلخوا د اجراییه ریاست دویم مرستیال د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي کې د ځنډ د سولې خبرو اترو دوام لپاره د توجیه وړ بولي:«ژمن یوو چې سوله له دموکراسۍ سره مخالفه نه ده، بالاخره باید په ډموکراسۍ پای ته ورسېږي، موږ له اسلامي جمهوري پرته سوله عملي نه ګڼو او د دغې اسلامي جمهوري پایله همدا ده چې ټاکنې باید څلور ورځې مخکې او یا هم وروسته وشي.»
خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د ولسمشر د استعفا په اړه د حنیف اتمر غوښتنه بې بنسټه بولي او وايي چې هغه د ټاکنو تر ترسراوي به خپل کار ته دوام ورکړي.