تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: قطر کې د سولې پنځم دور خبرې
په داسې حال کې چې امریکا او طالبانو استازو له یوه دوه ورځني ځنډ وروسته، دا دویمه ورځ ده چې په خبرو سره بوخت دي، خو تراوسه د دغو خبرو په اړه جزییات لا څرګند نه دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي تر هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هوګړه وروستۍ نه شي او دا چې افغانستان د بهرنیو په وړاندې ګواښ نه وي، د دواړو لورو د خبرو جزییات به په ډاګه نه شي.
په دې خپرونه کې له سیاسي چارو له کارپوهانو، محمد یونس فکور، فضل رحمان اوریا او قاضي حسن حقیارسره خبرې شوې دي.