تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د طالبانو د وروستیو بریدونو په وړاندې د ولسمشر غبرګون
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ,وسلوال طالبانو تل هڅه کړې چي د زیات امتیاز لاسته راوړلو لپاره تر سولې وړاندي تروریستي بریدونه زیات کړې .
خو د چارو یو شمیر شنوونکي وايي وسله وال طالبان د امتیاز ترلاسه کولو نه، بلکې د ولسمشر غني پر حکومت د کړۍ تنګېدو په هڅه کي دي.
وسله والو طالبانو تېره ورځ په هلمند د بزګر ورځ د لمانځنې پر مراسمو د هغو ددو چاودنو مسؤلیت منلی دی ،چي له امله يي شاوخوا ۴۰ تنه ټپیان سوي او ۴ کسانو پکښي خپل ژوند بایللی.
د خپرونې مېلمانه:
سیاسي فعال او د ځوان بهیر مشر،ادریس ستانکزی
د ولسي جرګې غړی، جعفر مهدوي
د سیاسي چارو شنونکی، وليالله شاهین