ملي امنیت د داعش ډلې د یوې شپاړس کسییزې شبکې د نیولو خبر ورکوي.
ملي امنیت ریاست خبرپاڼه کې (پنجشنبې د ورې په ۱۵مه نېټه) راغلي دي چې د نیول شویو کسانو په شبکه کې یې شپږ تنه د داعش د ټولنیزو رسنیو فعالان وو چې دغې ډلې ته یې تبلیغات کول.
خبرپاڼه وايي یاد شپږ کسان یې په کابل کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه څرګندوي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې ګڼ خلک داعش ډلې ته جذب کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، لس کسه نور داعشیان یې ننګرهار کې نیولي چې داعش ډلې ته یې خلک او وسلې رسولې.
ملي امنیت وايي، د داعش اړوند دولس زره پنځه سوه کېلو ګرامه چاودیدونکي توکي یې هم یو موټر کې نیولي دي.