د سویس په لوګانوي ښار کي یوي ډلي انځو ګرانو د ښار پر ديوالونو د افغانستان په اړه بېلابېل حالتونه انځور کړي دي.
د انځورګرانو دغه ډله چې د سویس ښاروالۍ په بلنه دغه هېواد ته ور بلل شوي، د سویس ښار پر بېلابېلو دېوالو يې انځورونه نقاشي کړي.
د انځورګرانو دا ډله وايي په سویس کې د پر دېوالونو د انځورګرۍ سره غواړي د افغانستان د خلکو پیغام په متفاوت ډول د سویس تر خلکو ورسوي.
په دغه انځورګرۍ کي د سویس ښار د اوسېدونکو چي ښځی او ماشومان هم پکښي شامل دي ګډون کړی دي.
د هنر سالارانو یادې ډلې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د ننګونو او لاسته راوړنو لسګونه انځورونه د کابل ښار تر څنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر دېوالونو کاږلي دي.