تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د حکومت د کار د دوام څېړنه
د غبرګولي میاشتې په رانېږدې کېدو سره د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان د ملي یووالي حکومت د پای ته رسېدو په اړه د خپلې تګلارې په عملي کېدو ټینګار کوي.
د ولسمشرۍ ټاکنو ځېنې نوماندان وایي د ولسمشر د کار موده په اساسي قانون کې پنځه کاله ښودل سوې او له غبرګولي میاشتې وروسته د ولسمشر د کار دوام غیرقانوني دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
حقوق پوه، شیرین خان حبیب
سیاسي فعال، جاوید فیصل
د سیاسي چارو کارپوه، حمیدالله هوتکي