د سي ای اې پخوانی مرستیال مایک مولر له طالبانو سره د واشنګټن د اوسنیو سولې هڅو د بدو پایلو په اړه ګواښ کوي او وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې اوسنۍ خبرې یو ډول لوبه ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لار په اسانۍ سره برابره وي.
مولر په دې باور دی چې ټرمپ غواړي په بیړه د جګړې د پای لپاره هوکړه وکړي، خو له دې بې خبره چې دا ډول هوکړه سوله نه تامینوي.
د هغه په وینا، ولسمشر ټرمپ ویلي چې طالبان ستومانه شوي، خو دا سمه نه ده، ځکه چې طالبان د هر بل وخت په پرتله، د سپټمبر له ۱۱مې نېټې بریدونو وروسته ډېرې برخې کنټرول وي او د یوه ګوند په توګه د ټول افغانستان د کنټرول په لټه کې دي.
مایک مولر وايي:«ولسمشر ټرمپ ویلي چې طالبان ستومانه شوي، خو دا سمه نه ده ځکه چې طالبان د هر بل وخت په پرتله، د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته، ډېرې سیمې تر لاسه کړې دي او دغه ډله هغه څه چې تل پلټلي، تعقیب به وي. او هغه په بشپړه توګه د یوه ګوندي هېواد په توګه د افغانستان کنټرولول دي.»
افغانستان ته د زلمي خلیلزاد او د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ له سفر سره هممهاله د امریکې د بهرنیو چارو وزیر هم له ولسمشر غني سره په ټلېفوني اړیکه کې خبرې کړې دي.
مایک پومپیو ویلي چې د افغانستان په اړه د واشنګټن تګلارې بدلون نه دی کړی او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د دغه هېواد امنیتي وضعیت ښهوالي پورې تړلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګن اوټګُس څرګنده کړه:«د افغانستان خلک باید پوه شي چې نږدې شل کاله امریکایانو په دغه هېواد کې ځانونه قربان کړل، او د مالیې پيسې یې چې په سختی ترلاسه شوي لګولي څو د افغانستان خلک د خپل راتلوونکي د بدلون لپاره انتخباب ولري. دا یو کوچینه ژمنه ده بلکې پراخه او ټول شموله ده.»
کهڅه هم د هر بل وخت په پرتله له طالبانو سره د سولې احتمالي هوکړې ته رسېدل ډېر شوي، خو په دې ورځو کې په دې اړه ډېر شکونه هم اورېدل کېږي.
کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر له فارین پالیسي سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د لومړي وزیر د همکاریو د ژمنې په اړه شک لري.
ښاغلي کراکر وايي:«کهچېرې تاسې فکر کوئ چې موږ طالبان په داسې حال کې په خپل وجودي دښمن بدلوو چې تاسې له افغانستانه بهر کېږئ، لیوني یاست؟»