د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۳مه نېټه
طالب او امریکايي استازو نن (یکشنبې د وږي په ۳مه)د سولې خبرو د نهم پړاو په څلورمه ورځ یو ځل بیا د تړو دروازو تر شا خبرې وکړې.
خو له دغو خبرو خبرې سرچینې وايي چې د خبرو په دې پړاو کې دواړه لوري، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پر مهال د تاوتریخوالي د کموالي د څرنګوالي په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي او دمګړۍ د سولې له هوکړې وروسته د امریکا د استخباراتي ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.
د دغو سرچینو په وینا د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهالوېش، په دې اړه تضمین ورکول چې افغانستان به د بل هېواد لپاره ګواښ نه وي او همداراز د افغانانو ترمنځ خبرو په هکله خبرې شوي چې تراوسه یې په اړه یو لړ هوکړې هم شوې دي.