نن جمعه(د وږي په ۲۹مه) د اسټرالیا په سېډني ښار کې په زرګونو تنو د اقلیم د بدلون په اړه په لاریون لاس پورې کړ او په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي غوښتونکي شول.
معترضانو چې د اسټرالیا د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د دغه هېواد حکومت یې د اقلیمي بدلون په اړه په بېپروایۍ تورن کړ. د ښوونځي ډېری زدهکوونکو هم په دغه لاریون کې ګډون کړی وو.
یو له دغو معترضانو جینا هاله وايي:«ما په ښوونځي کې زدهکړي چې د اقلیمي بدلون اغېزې څه دي؟ موږ زدهکړي اړتیا لرو چې ځينې کارونه ترسره کړو. زه وینم چې ځينې کسان په هېواد کې په واټونو کې قدم وهي او هېڅ کار نه کوي چې زما لپاره د حیرانتیا وړ ده. له همدې امله زه نن دلته یم.»
په سېډني کې لاریونوال ګواښ کوی تر هغې چې دوی خپلو غوښتنو ته ونهرسېږي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
یو بل لاریونوال ژان هېنچلېف په دې اړه وویل:«په لومړي لاریون کې، ما ویلي و چې دا یو پیل دی او موږ دغه لاریون ته دوام ورکوو. او زموږ ننني اعتراضونه د دې ښودونکي دي چې موږ په خپله ژمنه عمل کړی دی. تر هغې چې موږ خپلو غوښتنو ته ونهرسېږو، له لاریون به لاس په سر نهشو.»
د تولیدي کارخونو لوګۍ او د نفتي موادو مصرف په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له عواملو څخه دي.
په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په وړاندې د لاریونونو څپې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې لړ کې نن ټایلنډ کې هم دوه سوه ځوانانو د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې وزارت مخې ته لاریون وکړ.