افغان او امریکايي ځواکونه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له طالبانو سره ونښتل.
نښته یکشنبې(د تلې په ۱۴مه نېټه) ماښام ۶:۰۵ دقیقې په داسې حال کې شوې چې د ګډو ځواکونو کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو، او له یوه کوره پرې د ارپي جي راکټي برید شوی.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي دي چې برید له یوه کوره پر دغو ځواکونو شوی او په ترڅ کې یې د کاروان یو موټر ته زیان رسېدلی چې بیا وروسته دوی په خپله له منځته وړی دی.
د اعلامیې له مخې په دې نښته کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
اعلامیه همداراز زیاتوي، پر هغه کور چې ترې راکیټي برید شوی وو، دقیق هوايي برید شوی او وروسته له څېړنو ترې د ۳طالب وسلهوالو او یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر ډېره خلک نیوکه لري دا چې ډېری وخت وسله وال د خلکو له کورنو د سنګر په توګه کار اخلي او په پایله کې یې ملکي کسانو او ماشومانو ته هم زیان اوړي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.