نیمه ورځ
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د جنرال عبدالرازق لومړی تلین
د میزان ۲۶مه د هېواد د سویلي حوزې د بانفوذه څېرې او د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق له لومړي تلین سره برابره وه.
د کندهار خلک وايي، د جنرال رازق له مړیني په یو کال اوښتو هغه ټولې اندېښنې ناسمې ثابتې شوې چې د کندهار امنیتي وضعیت به خراب شي، بلکې دوی وايي، کندهار لا هم په سویل کې تر ټولو امن ولایت دی.
د جنرال رازق ورور او ځایناستی تادین خان وايي، په امنیتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو راوستل او له ځايي بنسټونو سره د قومي مشرانو کلکې اړیکې یې د کندهار د امنیت په نیولو کې د ورور د بریالیتوب مهم رازونه وو.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع، نصیر داوودزی، سیاسي چارو شنونکی سره خبرې شوې دي.