د عامې روغتیا وزارت د سینې سرطان سره د مبارزې د کمپاین پیل په مراسمو کې (پنج شنبې د لړم په ۹مه نېټه) وایي چې په هېواد کې له کابو څلویښت زره په سرطان اخته کسانو له ډلې یې د۳زره یې د سینې په سرطان اخته دي.
دسینې سرطان سره د مبارزې پروګرام ښځینه وو ته د پوهاوي په موخه په لاره اچول شوي دی. ټاکل شوې د سرطان پر ضد کمپیان د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې چې تېر کال تر پوښښ لاندې نه وو، پلی شي
د عامې روغتیا وزارت هم د سرطان ناروغۍ د زیاتوالي په اړه انديښنه څرګندوي.
د عامې روغتیا وزارت د غیرصحي ناروغیو د کنټرول آمر، سید حبیب اروال څرګندوي:«په افغانستان کې کابو ۳۰ تر ۴۰ زره افغانان د سرطان په ناروغۍ اخته دي.. یوازې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې موږ د سرطان د ناروغۍ د شلو زرو واقعاتو شاهد وو، چې له بده مرغه له بده مرغه پّ ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې شپاړس زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی.»
د آقا خان بنسټ سفیره، شهزاد هرجي زیاتوي:«ښځې د سینې سرطان نه اغېزمنې کېږي. زما په اند له امیندوارۍ وروسته ناروغیو، د سینې سرطان دوهمه ناروغي ده چې د ښځو د مرګ لامل کېږي. خو که د درملنې او تشخیص لپاره مراکز نه وي، یوازې کمپاین به ګټه ونه لري. »
د اتو ماشومانو مور حمیرا وايي له یوه کال راهیسې د سینې په سرطان اخته شوې او تراوسه یې د درملنې لپاره څه د پاسه نوي زره افغانۍ لګولې، خو اوس هم له دغې ناروغۍ کړیږي.
نوموړې زیاتوي خاوند یې وزګار دی او کوچنی ماشوم یې هم په کم خونۍ ناروغۍ اخته شوی دی. هغه وايي اول نه پوهېده چې ناروغي یې څه ده، خو کله چې ډاکتر ته ولاړه او معاینه یې وکړه، پوه شوه چې په سرطان اخته شوې ده.
په سرطان ناروغۍ اخته مېرمن، حمیرا وايي:«تر اوسه چا ره موږ سره مرسرته نه ده کړې، هغه بنسټونه چې مرستې کوي، که د درملنې په برخه کې راسته مرسته وکړي، ښه به وي.»
دا انديښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ټول هېواد کې کابو پنځلس زره کسان چې په سرطان ناروغۍ اخته وو مړه شوي دي.