د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د پایداره او تلپاتې سولې د تامین لپاره، افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی اړین دی.
کابل کې د امریکا د سفارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې کابل کې د خپل وروستي سفر په لړ کې چې د (اکټوبر په ۲۹ د نومبر تر لومړۍ نېټې) شوی، له افغان سیاستوالو سره په لیدنه کې کړي دي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه د خلیلزاد له خولې راغلي چې د امریکا متحده ایالات له سیاسي لارې د افغانستان د جګړې د پای ملاتړ کوي.
زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ دوه ځله کابل ته راغی.
افغان حکومت وايي چې د ښاغلي خلیلزاد لومړنی سفر د «افغانستان - امریکايي پوهنتون» د دوه استادانو د ازادېدو لپاره چې له طالبانو سره دي و.
ښاغلي خلیلزاد دوه اوونۍ مخکې د افغان سولې لپاره د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د خپل سفر نوی پړاو پیل کړ. په دغه سفر کې مسکو، پاکستان، کابل او ځینو نورو هېوادونو ته تللی دی.
ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره د درېدلو خبرو اترو د بیا پیل په هڅه کې ده. دغو خبرو کابو یو کال دوام درلود، کابو دوه میاشتې مخکې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا ودرول شوې.