د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د لیندۍ ۲۱مه نېټه
د بګرام هوایي اډې په یوه برخه دطالبانو تېرې ورځې برید په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د استازو ترمنځ په خبرو سیوری غوړولی.
د سولې خبرو ته نېږدې سرچیني وایي چې دغه برید د دواړو خواوو ترمنځ خبرو کې ستونزې رامنځته کړی، خو دغه ستونزې دومره جدي نه وي چې د خبرو دریدو لامل شي.
ورته مهال افغان حکومت یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته غاړه کیږدي.