د سوریې په ادلب کې د سوري ځواکونو هوايي بریدونه لامل شوي دي چې سلګونه تنه ملکي کسان خپل کورونه پرېږدي.
ډېر شمېر پې ځایه شوې د هوايي بریدونو له وېرې له معرت النعمان سیمې دي چې له خپلو سیمو تللي دي.
دوې ورځې مخکې د سوریي په ادلب ښار کې د بشارالاسد مخالفانو پر سیمو هوايي بریدونو کې ۸ملکي کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د سوریېد بیا رغونې وزارت د اړیکو برخې رییس، محمدغزل څرګندوي:«هغه کورنۍ چې تر اوسه له موږ سره ثبت شوې دي. کابو اتو زرو کسانو ته رسیږي. ډېر یې د معرت النعمان او د جبل الزاویه سیمې دي چې د جبل الزاویه خلکو سره یې شمېر ۲۲زرو ته رسیږي.»
په وروستیو اوونۍو کې ادلب ښار کې خلک چې د بشارالاسد د مخالفانو د وروستیو سنګرونو په سیمو کې دي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
په همدې حال کې سوري ځواکونه وايي چې تېرو څو ورځنیو پوځي عملیاتو یې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.