تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې له هوکړې وروسته به مرکچي پلاوی معرفي شي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له وروستي کېدو، وروسته به افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي نومونه په ډاګه کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ جاوېد وزیرۍ وايي چې دغه پلاوی د افغان حکومت استازیتوب کوي او د افغانانو ترمنځ د خبرو له پېلېدو سره هم مهاله به معرفي شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
• دنړیوالو چارو کارپوه، محمد شفیق همدرد
• د سیاسي چارو کارپوه، امان الله هوتکي
• د ولسي جرګې غړی، عبدالروف شپون