د بلخ ولایت پولیس ادعا کوي چې طالبانو د یوې ښځې په ګډون د یاد ولایت کشندې ولسوالۍ کې درې ملکي کسان په ډزو وژلي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، عادل شاه عادل نن(سېشنبې د مرغومې په ۱۰مه نېټه) وايي چې پېښه نن سهار د کشندې ولسوالۍ په تنج کلي کې شوې ده.
هغه زیاتوي طالبانو دا درې ملکي کسان هغه مهال په ډزو وژلي چې د مزارشریف ښار په لور روان وو او د طالبانو له کمین سره مخامخ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.