د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وايي چې ترلاسه شوي شواهد د دې ښودنه کوي، هغه الوتکه چې د ایران پلازمېنې په اړوند سیمه کې لوېدلې، په توغندي لګېدلې ده.
جسټین ټروډو زیاتوي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دغه الوتکه د ایران له ځمکې هوا ته د یوه توغول شوي توغندي موخه ګرځېدلې.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«زموږ د استخباراتي معالوماتو په ګډون - له څو سرچینو زموږ استخباراتي معلومات د دې ښودونه کوي، چې دغه الوتکه د ایران له ځمکې د هوا په لور توغندیو په واسطه نسکوره شوې. ښايي چې دا کار قصدي نه وي.»
د کاناډا سربېره امریکا او اسټرالیا هم وايي چې ښايي دغه الوتکه د توغندي د لګېدو په پایله کې نسکوره شوي وي.
خو ایران دغه څرګندونې رد کړي دي.
نه تایید شوي رپوټونه دا څرګندوي چې دغه الوتکه د روسي توغندویو له لوري نسکوره شوې ده.
ایران ویلي چې د دغې الوتکې توره بکسه امریکا ته نه ورکوي، خو ولسمشر غني له ایرانه غوښتي چې دغه بکس امریکا ته د څېړولو په پار ورکړي.
دغه مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د یوه اوکرایني شرکت وه او دوه ورځې مخکې، د تهران (امام خمیني) له هوايي ډګره له الوت څو دقیقې وروسته نسکوره شوه او د لسو افغانانو او ۱۱ اوکرایني وګړو په ګډون ټوله ۱۷۹ تنه سپرلۍ وژل شوې ده.