د افغانستان د کریکټ ۱۹کلنو لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د عربي متحده اماراتو او سویلي افریقا پر وړاندې له بریا وروسته، د دغو سیالیو ۸غورو لوبډلو لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.
افغان لوبډله د خپلې سیالۍ لوبډلې پېژندلو لپاره باید تر سبا په تمه شي، څو سي ګروپ ته لارموندونکې لوبدلې سره لوبه وکړي او د بریا او ماتې په صورت کې به د پاکستان یا بنګله دیش سره خپل بخت وازمايي.
افغان لوبډلې خپله دوهمه لوبه له عربي متحده اماراتو د ۱۶۰منډو په توپیر وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله به سبا (جمعه د سلواغې په ۴مه نېټه) له کاناډا سره لوبه وکړي.
د کاناډا پر وړاندې د بریا په صورت کې به افغان لوبډله د خپلې ډلې لومړۍ لوبډلې په توګه د سي ډلې له دوهمې لوبډلې سره لوبه وکړي او د پاکستان او بنګله دیش ترمنځ له لوبې وروسته به د بایلودونکې لوبډلې سره لوبه وکړي.
خو که افغان لوبډلې کاناډا ته لوبه وبایلله، نو د بنګله دیش او پاکستان ترمنځ به د لوبې له بریالۍ لوبډلې سره لوبه وکړي.