فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د افغان سولې په اړه بروکسل ته د زلمي خلیلزاد سفر
دوه ورځې کېږي چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان د سولې په اړه د ناټو له چارواکو سره د خبرو په موخه په بروکسل کې دي.
په ناټو کې د امریکا دایمي استازې وايي په ناټو کې د امریکا ملګري هېوادونه د افغانستان د جګړې د پایته رسولو لپاره ژمن دي؛ څو افغانستان یو ځل بیا د دغو هېوادونو لپاره یو ګواښ نه وي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سولې عالي شورا مرستیاله، حبیبه سرابي
د سیاسي چارو کارپوهو هارون میر