د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، هېلاري کلنټون نیویارک کې د افغان مېرمنو حقونو په تړاو ناسته کې وايي چې افغان مېرمنې د سولې خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو له بایللو وېره لري.
نوموړې په هغه ناسته کې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې د افغان سولې بهیر کې د ښځو ونډې په تړاو نیویارک کې ناسته ترسره کړه خبرې وکړې.
ناسته کې د امریکا د بهرنیو پخوانۍ وزیرې، هېلارې کلنټون او د یو شمېر ښځینه استازې وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې باید افغان مېرمنې ښکېلې وي.
آغلې کلنټون زیاتوي:«د ښځو لپاره حیاتي وخت دی او دوی باید چې د افغانانو ترمنځ خبرو کې ونډه ولري او حقونه یې باید له پامه ونه غورځول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د طالب ډلې د پنځه زره بندیانو د بخښنې او له بنده د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.
په همدې حال کې د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي سېشنبې(د کب په ۲۰مه نېټه) د فرمان د لاسلیک کېدو موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل بولي.
په همدې حال کې هېواد کې د بشري حقونو کمېسیون د ټولو طالب بندیانو له ازادېدو سره مخالف دی.
دغه کمېسیون وايي هغه طالبان چې د افغانستان په بندخونو کې د جنايي جرمونو په جرم بندیان دي باید ازاد نه شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون افغان حکومت او امریکا ته د دغو بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په هکله لیک سپارلی دی، خو هېڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
تر دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، امریکا ته یې د پنځه زره بندیانو نوملړ ورکړی او یو شرط پکې دادی چې دغه بندیان به یوه دښته او یا هم په زندانونو کې د طالب ډلې له تاییدۍ وروسته ورسپارل کېږي.